IQNA

 حریدي یهودیانو د صهیونیسټي رژيم په پوځي مرکز حمله وکړه

6:47 - August 07, 2024
د خبر لمبر: 3489654
ایکنا - په نیواکي ټاټوبو کې د حُریدي یهودیانو یوې ډلې  له تل ابیب سره نزدې   د صهیونیسټي رژيم پر پوځي مرکز  حمله کړې ده.

ایکنانیوز  د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ، خبری سرچینو  له تل ابیب سره نزدې د حُریدي یهودیانو دیوې ډلې  د یرغل خبر ورکړی  او وئيل شوي دي  د  ؛یروشالمي ؛  غورځنګ د حُریدي  یهودیانو په لسګونو کسانو  په ؛تل هاشومر؛ صهیونیسټي پوځي مرکز حمله کړې  څو هغه حُریدي یهودیان چې  د عسکرۍ لپاره  نیول شوي وو، له دغه مرکزه وباسي.

دغو یهودیانو  نوموړي پوځي مرکز ته له نفوذه وروسته  د حُریدیانو  د دندې د خدمت په ضد شعارونه ورکړل او  دهغوی عسکري ئې  له مرګه ډیره بدتره وبلله.

حُریدي یهودیان چې  د صهیونیسټانو  د آبادۍ کابو یو میلیون درې لکه  وګړي  دي او د صهیونیسټ رژیم په پارلیمان او کابینې کې  نماینده هم لري.

د یهدوت هتوراه  او شاس  ګوندوه  د  اسرائیلو په پارلیمان کنسټ کې په ټول کې  اتلس څوکۍ لري.

د حُریدي یهودیانو  دسربازۍ دخدمت  او  هغو  معافیّتونو موضوع چې   ددوي لپاره په نظر کې نیول شوې ده ، د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو ورسوته  د صهیونیسټي ګوندونو او سیاسی ډلو ټپلو   په یوې اختلافی موضوع بدله شوې ده.په داسې حال کې چې   دنتنیاهو  مخالفان  ددغه معافیّت  په لغوه کولو پسې دي ، نتنیاهو  چې  د خپل ائیتلاف  په دړې وړې کیدا اندیښمن دی ، په دې پسې دی چې دتروخت په څیر  دد حُریدي یهودیانو  د دندې  د خدمت له موضوع  تیر شي.

https://iqna.ir/fa/news/4230538/

captcha